اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو٬قانون او انصاف او پارلماني چارو لنډ مهاله وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي قام له باور وركوو چې لنډ مهاله حكومت به دوه مياشتي آئيني موده كښې په و??ت٬??پيځلې او بې پرې ټاكنې باوري كوي٬په آئين كښې د ټول ټاكنو لپ??ره د 60 ورځو څخه زيات ګنجائش نشته٬بلوچستان كښې د خراب موسم او په ځينو حلقو كښې د نوو حلقه بنديو سره ټاكنو كښې د تاخير كوم امكان نشته٬د چا په ضد چې كيسونه زير سماعت٬پلټنې يا ټرائل روان دي نو پھ هغې كښې لنډ مهاله حكومت مداخلت نه كوي٬عدالتونه آزاد دي بايد نېب او تحقيقاتي ادارې هم دومره آزادې كړی شي٬د چا په ضد چې كله وغواړي پلټنې وكړي٬نېب دا مهال ځكه زيات متحرك په ښكاري چې اوس نېب د طاقتو??و كيسونه ګوري٬د برېښنا لوډشېډنګ٬طلب او ر??د شمېرې او د هغې حل څخه به ډېر زر قام خبر كړی شي٬په لنډ مهاله حكومت كښې شاملو وګړو خپل خپل كارونه پرېښې او د قام خذمات لپ??ره راغلي٬د اصلاحاتو لپ??ره تنقيد٬تجاويز او مشاورت لپ??ره تل دروازې پرانستې دي٬ټولو سياسي ګوندونو له به په ټاكنو كښې برخې اخستلو لب??ره برابر موقعې وركولې شي٬كه څوك پھ دې اړه كوم شك يا ګيله لري نو مونږ څخه دې رجوع وكړي٬داسې ټاكنې به كولې شي چې پھ تېر وخت كښې د ټاكنو نه پس رامخې ته شوې مسئلې به هم ختمې شي۔ده د شورو په ورځ پي ټي وي پروګرام كښې خبرې كولې۔وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر ووئيل لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك د لنډ مهاله كابينې لپ??ره زما انتخاب پخپله كړی او ما ته يې د اطلاعات او خپرونو٬قانون او انصاف او پارلماني چارو لنډ مهاله وزير چوكۍ سپارلې
متعلقہ مضامین
-
Massive landslide blocks Balakot road traffic
-
Complaint cell launched to boost healthcare in Balochistan
-
Karachi soaked again: Heavy rain to persist till Aug 23
-
Flights canceled as Karachi faces torrential rain
-
Protest in Kurram enters 12th day against road closures
-
Mustafa Murder Case: Armaghan’s illegal call center defrauded U.S. Citizens
-
CDA preparing to launch electric tram service
-
کاک ٹیل نائٹ آفیشل تفریح لنک
-
Death toll reaches 72 in Lahore blast
-
Pakistan reiterates opposition over expansion of UNSC permanent members
-
CPEC to enhance Pakistans regional importance
-
سپر ہٹ انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ کی خصوصیات اور اہمیت